ایکنانیوز د codexmashhad له قوله راپور راکوي،په هارورډ پوهنتون کې د اسلامی مطالعاتو دلیکچرر محسن ګودرزي د؛ په اوس مهاله قرآنی څيړنو کې؛ د مشهد رضوي د مصحف اهمیّت؛ په عنوان سره په یوه یاددښت کې په دې اند دی چې دغه خطي مصحف لږترلږه له دوو اړخونو ډير ځانګړی دی. لومړی،دغه نسخه احتمالا د لومړۍ هجری پیړۍ څخه یو ترټولو بشپړ مصحف دی ،ځکه د قرآن د متن څه دپاسه نوی فیصدي متن لري. دوهم د مشهد رضوي مصحف د عثماني متنونو له کورنۍ یوازینۍ غوره لاسی لیکنه ده چې ظاهرا سورې ئې یوځای او په یوه غیر-عثماني اصولو سره مرتب او منظمې شوي دي.
ډاکټر مرتضی کریمی نیا کابو تر یوې لسیزې پورې دغه پخوانۍ نسخه په ډول ډول رودو او آوزارونو څخه په استفادې سره مطالعه کړې ده.د هغه جامع تحلیل او څیړنیزې نیتجې اوس په دوو ټوکو مشتمل د یوه اثر په چوکاټ کې وړاندې شوي دي.
د مشهد رضوي مصحف چې په حجازي دود خط سره لیکل شوی دی او په ایران کې په عمومي قالب سره موجوده یوازینۍ د قرآن خطي نسخه ده ، چې په دوو مخطوطو مشمتله ده او په مشهد کې د قدس آستان په کتابتون کې ساتل کیږی.
هغه ددغې خاص نسخې په یوې ځانګړنې هم پوهه شوی دی،؛ که څه هم اصلی متن (رسم الخط)ئې له عثماني نسخې سره سمون خوري،د سورو لومړنۍ ترتیب ئې د عثماني نسخو له ترتیب سره فرق کوي.
د مشهد رضوي مصحف د فاکسیمیله چاپ اهمیّت؛
په همدې لړ کې د آکسفورډ پوهنتون د اسلامی مطالعاتو استاد ډاکټر نیکلای سینا په دې اند دی چې؛ مرتضی کریمی نیا د دوو پخوانیو قرآني لاسی نسخو په مهارت سره منظمونې او تطبیق سره چې د یوه بل ترڅنګ د؛ مشهد رضوي مصحف شکل غوره کوي، د مخطوطاتو د حوزې د څو څانګو په څيړنې کې یوه نوي او نوښت راپنځونکي بریا ډالۍ کړې ده. په دغې سمَوَنې کې د هغې خطي نسخې د کابو پنځه سوه پاڼو د فاکسیمیله انځور شامل دی چې د هرې صفحې او پاڼې په برابر کې ئې په یوې سمارټ رنګي نښې سره ویرایش یا سمّوَنې کړي او د قرآن متعارف او دودیز رسم څخه ددې انحرافونه او همدارنګه وروسته بدلونونه په ګوته کوي.
پردې سربیره په هرې صفحې کې سمَوَنکي مفصلې او په پوهې سره حاشیې لیکلي چې عملا ددغه مصحف ح دوامدارتوضیحات وړاندې کوي. په تیره بیا کریمي نیا ښئ چې په مشهد رضوي مصحف کې د سورو له ترتیب وروسته په ښه انداز سره په اساسی توګه منظم شوی دی څو د قرآن له سورو سره په رسمي ترتیب سره سمون وخوري. ددغه نفیس تصحیح کارؤنکی احساس کوي،چې یوې پخوانۍ قرآني تمدنی نسخې ته ئې بې واسطې او نامحدود لاس رسی درلودلی او په سترګو باندې یو ډير ظریف ډيجیټلي عینک لري چې دغه مکتوب په ډيرو مرحلو او لایو سره له ډيرو څيړنیزو تحلیلونو او بشپړ اطلاعاتو سره ملګری کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4231256